یکنانیوز د المسیره له قوله راپور راکړ، د یمن په لسګونو زره خلکو د خپل لومړي او دڅو وزیرانو پشمول د لوړ پوړو چارواکو د جنازو په دستورو کې چې د یمن په پلازمینې صنعا کې په السبعیّن چوک کې ترسره شوې ، ګډون وکړ او د استکبار او استعمار او وحشي صهیونیسټي رژيم په ضد ئې خپله کرکه اونفرت نندارې ته وړاندې کړ او په دغه ګډون سره ئې یو ځل بیا د فلسطین او غزې له مظلومو خلکو سره خپل پيوستون اعلان کړ.
د یمن د حکومت سرپرست محمد مفتاح ددغو شهیدانو د جنازو په دستورو کې پخپلې وینا کې ووئيل؛ مونږ بیا ټينګار کوو چ ې په یوه ډیر شرافتمندانه ځائيګي کې یوو او هیڅکله به هم دغزې له مظلومو خلکو څخه په ملاتړ پښمانه نه شو. اوسني یمن خپل خلک د حقیقت په ملاتړ کې مخکې کړی دی او مونږ په دې ویاړو او راضي یوو ، البته په دې باب تراوسه پورې سستي کوو. چې باید له دې هم مخکښ ووسو او له خپلو مسلمانو وروڼو او خوئيندو سره د مرستې لپاره خپلې دیني دندې او مسئولیّتونه وپيژندو.
موقتي لومړی وزیر دغه راز روښانه کړه، دښمن دیمن بندرونه ټارګټ کړي څو یمن په تنګڅې کې راولي ، خو پخپلو موخو کې ئې ماته خوړلې ده ،ځکه بندرونه هماغه شان فعاله دي او هیڅ بحران نه دی رامینځةشوی . دحکومت دفعالیت په باب هیڅ اندیښنه نشته او دشهیدانو وینه مونږته انګیزه او او د ماموریت او فعالیت دترسره کولو باندې لا زیات ټينګار کوي . د حکومت فعالیتونه هیڅکله هم له ستونزو سره مخ شوي نه دي.
محمد متفاح ووئيل؛ وضعیّت نارمل دی او دښمن ماته خوړلې ده ،مونږ په ټولو ډګرونو کې د یمن د میړني اوشجاع ولس د شتون ستاینه کوو او په دغه ملی او ولسی پیوستون او شجاعت ویاړو . هغه څه چې تالی څټي خاینان ئې دودوي هیڅ اساس نه لري.
د یمن د حکومت د شهیدانو د جنازو له دستورو مخکې د یمن دپوځ ویندوي جنرال یحیی سریع دیوې اعلامیې په خپرولو سره ووئيل چې ددغه هیواد دتوغندوي یونټ ځواکونو په سره سمندر کې د اسرائيلو یوه تیلي کشتۍ په نښه کړې ده. او دغه عملیات په بالسټیک توغندي سره ترسره شوي دي.
د یمن په صنعا دتیرې پنجشنبې پهورځ د تیریګر او وحشي صهیونیستي رژيم په هوائي حملو کې د یمن دحکومت لومړی وزیر ناصرالرهوي سره د یو شمیر وزیرانو شهیدان شوي دي. دا هم وئيل شوي چې په دغو شهیدانو کې نهه وزیران او د څارنوالۍ ، اقتصادي چارو او اطلاعاتو ځیني نور لوړپوړي چارواکي هم شهیدان شوي دي.
https://iqna.ir/fa/news/4302798